ایکنانیوز د muslimsaroundtheworld په حواله راپور راکوي، د قرآن کریم د تلاوت نړیوالو سیالیو دویم پړاؤ د اګست له ۱۶ څخه تر ۱۸ (د زمري له ۲۵ څخه تر ۲۷) پورې د روسيې د اینګوش جمهوریت په پلازمېنې ماګاس کې پیل شو . دا سیالي د دغه جمهوریت د لومړي مفتي، شیخ سولامبک شاخبوتوویچ اولوئف سلامبیک، په یاد جوړه شوه، چې د قفقاز په سختو شرایطو کې ئې اسلامي تعلیمات خپاره کړل.
په دغو سیالیو کې د ۳۲ هېوادونو، لکه روسيې، ترکیې، انډونیشیا، چین، عراق، ملایشیا، کینیا، جرمني، فلسطین، اردن، فرانسې، هالنډ، ایران، بحرین، ازبکستان، قرغیزستان او نورو هېوادونو څخه یو شمېر تکړه قاریانو او حافظانو ګډون درلود.
همدارنګه، د روسيې د مسلمان مېشتو جمهوریتونو او سیمو قاریان، لکه تاتارستان، باشقیرستان، چچن، اینګوشتیا، داغستان، کاباردینو-بالکاریا، اومسک او مسکو، په یوه صحنې کې راټول شوي وو، چې د ټول هېواد د مسلمانانو ترمینځ یووالي څرګندوي.
دا سیالي د ځوانانو د هڅولو، د قرآن کریم د حفظ او تلاوت او د تکړه استعدادونو د موندلو او ملاتړ لپاره جوړه شوې ده او دوه اصلي برخې لري: د قرآن کریم بشپړ حفظ او د تلاوت، ترتیل او صحیح او ښکلی قرائت.
یوه نړیواله قضاوتي ډله، چې د روسيې، سورئې، تیونس، ترکیې او عراق قاضیانو، په شمول له کازان څخه شیخ مامون الراوي او د شریعت استاد شیخ سیف بن علي العسري، په کې شامل وو، د ګډونوالو ارزونه ئې وکړه.
رسمي پلاوي هم د ویاړ مېلمنو په توګه ګډون درلود، چې تر ټولو مهم ئې د تاتارستان پلاوی و، د تاتارستان د مفتي، کامل سامیګولین، په مشرۍ، او همدارنګه نړیوال مشهور عالمان د سیالیو د کچې د لوړولو لپاره.
په پای کې، د ۵۱,۰۰۰ ډالرو په ارزښت نغدي جایزې ګډونوالو ته ورکړل شوې؛ همدارنګه، د سیالی د تنظیم کوونکي کمیټې ارزښتناکې جایزې لکه لپټاپ، سمارټ فون او ټبلیټ د حاضرینو لپاره او د بریالیو لپاره د عمرې ټکټونه د ګډون هڅولو لپاره ورکړل.
شیخ سلامبیک په ۱۹۳۷ کال کې د اینګوش جمهوریت په علي یورت ښار کې زېږېدلی و. هغه په پټه توګه دیني علوم زده کړل او د شافعي مکتب له مخې ئې له خپل پلار او نیکه فقه او شریعت زده کړل. هغه د ۲۰۰۸ کال د فبروري په ۱۴مه وفات شو او د کاریلیا اسلامي مرکز د هغه په نوم نومول شوی. د هغه زامنو د هغه لاره تعقیب کړه او جوماتونه، ښوونځي او د قرآن د حفظ مرکزونه ئې تاسیس کړل. د دوي وروستۍ هڅه په اینګوش کې د قرآن نړیوالې سیالۍ پیلول وو، چې د قرآن په تدریس او حفظ او د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د اړیکو په جوړولو کې د هغه میراث ته درناوی کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4300654